افغان حکومت وايي له ايران او پاکستانه

افغان حکومت وايي له ايران او پاکستانه

افغان حکومت وايي له ايران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کار زمينه برابروي. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت به د کاري پروژو په عملي کولو لاس پورې کړي، د نارينه وو ترڅنګ به، د حکومتي چارواکو په وينا، پنځه شپېته سلنه ښځو ته هم د کار زمينه په لاس ورشي.

له هېواده چې د ناامنيو او بې کاريو له امله اروپايي هېوادونو ته د ځوانانو بهير ميليونونو ته ورسېد، امريکا په دې موخه چې په افغانستان کې جوړ حکومت یې له منځه ولاړ نه شي، له افغان حکومت سره ی‍‍‍‍‍‍ې د کارموندنې په نامه پنځوس ميليونه ډالر مرسته وکړه، خو بيا هم اروپايي هېوادونو ته افغان ځوانان د تېر په څېر ورمات وؤ.

افغان حکومت د امريکا لخوا د بې کارو ځوانانو لپاره په پنځوس ميليونو مرستې باندې خوله پټه کړې وه، خو چې افغانستان ته له پاکستان او ايرانه د کډوالو راستنېدا زياته شوه، اوس افغان حکومت اعلان کړه چې له يادو هېوادونو راستنو شویو افغانانو ته د کارموندنې زمينه برابروي.

له افغانستانه اروپايي هېوادونوته د بې کارو ځوانانو بهير وښووله چې افغان حکومت د خپل ولس لپاره د کار زمينه هيڅ وخت نه شي برابرولاى او نه کډوالو ته هغه څه ورکولاى شي چې اړتيا ورته لري.

له اتو کلونو راهيسې، له ايران او پاکستانه هېواد ته له راستنو شویو کډوالو سره افغان حکومت د يو کور د يوې نمرې ځمکې او نورو مرستو ژمنه کړې وه، چې يواځې د افغان کډوالو نه، بلکې په داخل د هېواد کې یې ښوونکو ته په نامه کړې نمرې (ځمکې) هم په خپلو کې سره ووېشلې.

که د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو لپاره د کار زمينه برابروي، لومړې دې د تېرو اتو کالو راهیسې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو اړتياوې ورپوره کړي، بيا دې له ايران او پاکستانه له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستو ژمنې کوي.

د حيرانتيا خبره خو دا ده چې په هېواد کې يوولس ميليونه ځوانان بې کاره ګرځي او افغان حکومت د امريکايي چارواکو د خوښۍ لپاره، چې د تېرو پنځوس ميليونو ډالرو حساب ورسره ونه کړي، اعلان کړی چې هېواد ته د راستنېدونکو ښځو لپاره به د غاليو پنځه زره کارخونې فعالې کړي او پنځه شپېته سلنه ښځې به په کار وګمارل شي.

آيا افغان حکومت به د پنځه زره کارخونو په ژمنه د ميليونونو کډوالو ژوند له بېکاريو وژغوري؟ آيا کډوالو ته د کورونو د نمرو په ورکولو به حکومت له کډوالو سره په خپلو ژمنو ودرېږي او ورته به له ژمنې سره سمې نمرې ورکړي؟

ايا نامشروع حکومت به د راستنېدونکو افغان کډوالو په پنځو زرو کارخونو مشروعيت پيدا کړي؟

نه، هيڅکله نه؛ په افغانستان کې روانه ناامني، د هېواد په داخل کې د جګړو له امله د بې کوره شویو افغانانو ورځ په ورځ زياتېدل، په حکومت کې روان اختلافات، د ناامنيو او بې کاريو له امله له هېواده اروپا ته د نورو ځوانانو د ورتللو بهير حکومت پر ګړنګ درولی دی.

په تشو ژمنو سره بې له دې چې حکومت د ولس په وړاندې خپل اعتبار نور هم وبايلي، بل څه په لاس نه شي راوړلای، ځکه په هېواد کې د يوولس ميليونه ځوانانو بې کاري د حکومت د پايښت شپې نورې هم پسې رالنډوې