وروسته تر هغه چې د کابل او اسلام آباد

وروسته تر هغه چې د کابل او اسلام آباد

وروسته تر هغه چې د کابل او اسلام آباد وروستۍ ناسته بې نتیجې پای ته ورسیده، د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي “ګارټ بیلي“ یوځل بیا د دواړو حکومتونو له مشرانو غوښتي چې دا موضوع یو طرفه کړي.
که څه هم د ډیورند کرښې موضوع د حکومتونو له کچې پورته خبر ده او ملتونه به یې سر نوشت ټاکي، خو بریتانوي استازي ویلي چې د دې موضوع حل دې افغان او پاکستاني حکومتونه له دریمګړي هیواد پرته په خپلمنځي تفاهم کې راوباسي.
،ګارټ بیلي ویلي؛ پر پاکستان د امریکا له بندیزونو ملاتړ کوي او پر افغان چارواکو غږ کوي چې روانو شرایطو کې د دې موضوع حل پیدا کړې چې کرښه باید کوم ځای وي.
د بیلي په باور ؛ د ډیورند کرښه له بریتانوي هند سره لاسلیک شوې وه او اوس د هغې اعتبار ختم دی.

د یادونې وړ ده چې تیر کال هم بریتانیا د اموضوع راپورته کړې وه او د دې کرښې د رسمیت غوښتنه یې کوله.
باید وویل شي چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې نه د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې. د ډیورند کرښې تړون د ۱۸۹۳ز کال څخه راوروسته د بریتانوي هند د حکومت او د افغان ولسمشر امیر عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغیز د لرې کولو لپاره تر سره شو. چې بیا وروسته په هماغه وخت کې دا کرښه د هېنري مورټیمر ډیورنډ د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزات د مرستیال په نوم ونومول شوه.
نومول شوې
د 1894 ز کال څخه راوروسته افغان-انگلیس په گډه د نښې ایښودنې سروې پیل کړه چې کابو ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده کرښه یې رانغاښتله .

خو تاریخ پوهان وایي، دا قرارداد هغه مهال پر افغان حکومت تحمیل شو او داسې څه په کې نشته چې ډیورند کرښې ته رسمیت ورکړي.
د پاکستان په جوړېدو سره دا کرښه په رسمیت ونه پیژندل شوه او اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې جدي ستونزې په توګه پاتې