طالبان يتيمان شول

طالبان يتيمان شول

طالبان يتيمان شول

بريالی وياړ
پر پاکستان د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تازه او خطرناکو فشارونو سره په هلمند کې د طالبانو ليکې دړې وړې شوې دي. داسې يوې سېلۍ په مخه کړي لکه د ځنګل وږي لېوان چې د لوږې له امله رمباړې وهي، منډې وهي. د طالبانو تش په نوم والي ملا منان د خپل مرستيال حاجي ناصر له وژل کېدو سره سم ايران ته تښتېدلی دی. د طالبانو محلي قوماندانانو د جګړې د رهبريت توان له لاسه ورکړی، انګېزه يې وژل شوې.
پخوا به افغان سرتېري باوجود له ګڼشمېر ټانکونو سره د طالبانو تر واک لاندې ساحو ته په اسانۍ نه شول ورتللی، مګر اوس په ډېره جګه غاړه او زړورتيا سره د هلمند له مارجې، تر ګرمسېره، خانشينه، او سنګينه په ډېر ډاډه زړه د طالبانو پر مورچو حملې کوي، همالته يې ځالګيو ته ورځي او کرار يې نه دي پرېيښي.

اوس افغان پوځيان له ټانکونو پرته د مارجې پر هغو سيمو پيرې کوي چې له دو کلونو راهيسې د طالبانو تر واک لاندې وې او هيڅ حکومتي چارواکی نه‌شو ورتلای. کله چې سرتېري د طالبانو تر واک لاندې ساحو ته ورکښته شي، طالبان منډې کړي، وسلې په کورنو کې پټې کړي، ځانونه پنا کړي. په هلمند کې د جګړې بڼه بېخي بدله شوې ده. د طالبانو جګړه‌يز مرال په اندېښنو او سوچونو بدل شوی دی.
طالبان حيران دي چې څه ټکه پر ور لوېدلې ده. طالبان چې خپله مرداره جګړه يې د جهاد تر نوم لاندې پيل کړې، تل دا ادعا کوي چې د خدای «ج» نصرت ورسره دی، څنګونو ته يې ملايکې جنګېږي، حرکت يې رښتنی دی، ولس ورسره دی او برياليتوب يې نصيب دی.

اوس هماغه طالبان دي، هماغه يې جګړه ده، مګر د دوی په اصطلاح نه نصرت ورسره شته، نه يې ملايکې مرسته کوي، نه يې د قوت اندازه لګېږي او نه يې فدايان کار ورکولای شي. پاکستان د سرې قطعې په نوم يوه ډلګۍ ورته جوړه کړې وه چې د پنجابي پوځيانو تر څنګ د وزيرستان او پېښور پاکستاني عسکر پکې جنګېدل. له دوی سره د شپې دوربيني توپکونه او پرمختللي وسلې وې. طالبانو دې ډلې ته خورا مقدس درناوی درلود.
اوس یې نه سره قطعه شته، نه يې زرغونه. نه يې د شپې دوربين کار کولای شي، نه يې د جګړې هغه تاکتيکونه ورسره مله دي چې پاکستاني پوځيانو ورته رهبري کول. د پاکستان له وارخطايي سره پر طالبانو توده تبه راغلې ده. جهاد او سنګر يې هېر دی، د ځان د پټېدو د ځای په څرک پسې ورک دي. کله چې پر پاکستان د امريکا فشار عملي بڼه خپله کړي، طالبان به په څو ورځو کې بېخي له صحنې ووځي.

د طالب په نوم روانه جګړه چې اسلام، وطن، دين او افغانيت پکې بدنام شول، د پای نېټې ته رسېدلې ده. د دوی مشر ملا هبة‌الله اوس دواړې پښې يوې پايڅې ته ورننه‌ايستلې، د لېونتوب سوچونو په مخه کړی دی. د امارت او شريعت انګېزې يې د پاکستان د نس په درد کې مړاوې شوې دي. کرۍ ورځ امريکا ته ښېراوې کوي چې دوی او پاکستان يې په يوه مصيبت واړول.
پاکستان د طالبانو د پلار حيثيت لري. پر پلار يې د امريکا لېونی ولسمشر داسې په قهر شوی چې هيڅ موقع ته يې نه پرېږدي. نور له دوی په اصطلاح جهاد، امارت، او د افغانستان د نيولو خوبونه وتښتېدل، نور د پلار پر وير سلګۍ وهي، نور د پلار پر غم ژړېږي. تاسې به ګورئ را روان پسرلی به په ټول هېواد کې د طالبانو فاتحه واخيستل شي، په ټول هېواد کې به ورک شي.

#سرخط ورځپاڼه
قدیر مرزا لکڼوال وال څښه