کراچۍ کې د موسی خان

کراچۍ کې د موسی خان

په کراچۍ کې د موسی خان د امنيتي ادارو په ولقه کې وژنه پښتنو ته او نور پاکستان ته څه پيغام ورکوي؟ ايا دا د هغه زورورو ادارو لخوا کوښښ دی چې دا تاثر رامنځ ته کړي گني په جعلي مقابلو کې په وژنو يوازې راو انوار نه دی ککړ؟ او يا دا چې پښتانه دې دا تاثر نه اخلي که يو راو انوار نه وي نو څه وشو نور ډير راو انوار لرو؟ او يا دا پيغام لري چې که د پښتون پاڅون په سر پښتنو څه زږه موندلی وي نو دغه تمه يې خوشې ده؟ خو ولې پښتانه يوه پوښتنه لري چې د منظور پښتين په مشرۍ جوړ پښتون تحفظ موومنټ يا پښتون ژغورنه غورځنگ سره چې د ملک د پوځ مشر، د استخبارتي ادارې اي ايس اي مشر او وزير اعظم کومې ژمنې کړي چې نور به ماوراې عدالت وژنې نه کېږي، نو دغه تشه خبره وه؟
بهروز خان وحدت