سندرغاړي ګلزار عالم سره د هغه د ناروغۍ په هکله خبرې

سندرغاړي ګلزار عالم سره د هغه د ناروغۍ په هکله خبرې

حقانیه مدرسې سره 57 کروړه مرسته، خو پښتون فنکار ډ،دۍ اؤ علاج ته محتاجه !
تیره شپه مې دپښتو ډرامو د ټوقو ټقالو د بې بدیله ستوري عالمزیب مجاهد(جانان) سره خبرې کولې ، د رسمي حال احوال نه ورسته چې راته دپښتنو دغه ستر هنرمند دمسافرۍ په ژوند کې د خپلې بې ارزۍ د ډک ژوند کومې زړه غوڅوونکې کیسې وکړې نو زړه مې ورسره غوڅ ، غوڅ شو چې دپښتنو دالویې هنرمند په پردي وطن کې څومره له کړاونو ډک ژوند تیروي.
نن سهار مې د وتلي ملت پاله سندرغاړي ګلزار عالم سره د هغه د ناروغۍ په هکله خبرې کولې ،راته یې وې” کابل ته راغلم ما وې دلته به مې لږې لاړې تیري شي اؤ دماشومانو ژوند به مې په سکون شي، خو اوس مې دلته هم دحالاتو ناکړدې قلار نه پریږي”
په ګلزار عالم د زیات ذهني فشار له امله تیره اوونۍ فالج حمله کړې وه خو چار دې داسد دانش اؤ ځینو نورو ډاکټرانو ملګرو ښه وي چې روغتون کې یې دهغه خیال وساتلو ، ولې داخبره دهیرؤلو نه ده چې افغان دولت یې هیڅ کمک نه دی کړی ،حتی دارو، درمل یې هم ځانله پخپلو پیسو اخستي اؤ یا ورله بره ذکر شوؤ ملګرو اخستي، بیګاه راته پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي عمر زاخیلوال صیب ډاډ راکړی دی چې خپل ملګري به کابل ته د ګلزارعالم صیب مرستې له ورولیږي اؤ خدایې دې وکړي چې داسې وشي.
خو هسې ویم که دافغانستان نور شتمن روڼه یې مرستې ته وروړاندې شي نو ګلزار صیب به د دولت محتاجۍ ته پاتې نه شي.
دغسې دپښتو بل لویې سندرغاړی ښاغلی هدایت الله مو دا وخت په کور ناروغه پروت دی خپله حافظه یې بائللې ده خو حرام شه که تراوسه یې دپښتونخوا حکومت ، دکلتور محکمې یا نورو شتمنو خلکو پوښتنه کړې ده ، حال دا چې د هدایت الله صیب میرمن دهغه دوایانو پسې لالهانده ده اؤ په حالت یې شپه اؤ ورځ ژړا کوي.
اکبرحسین استاد اؤ احمد ګل استاد هم د ژوند په تیره برخه کې په کورونو ناروغه اؤ بې روزګاره پراته دي ، دتپوس پوښتنې یې هیڅوک نشته .
دا هاغه خلک دي چې په شلګونه کاله یې پښتنو اؤ پښتون کلتور له د زړه وینې ورکړي دي خو نن هیڅوک نشته چې دغو خلکو دپاره د دارو درملو یایې بچو دپاره د ټوک ډوډۍ غم وخوري…دا په داسې حال کې ده چې دپښتونخوا حکومت دحقانیه مدرسې ته۵۷ کروړه روپۍ مرسته ورکړې ده اؤ دښاغلي ممتاز اورکزي په وینا زمونږ ددغو سترو فنکارانو دپاره یوازې یو کروړ روپۍ نشته !
خوشحال بابا ډیر مخکې دخپل قام نه دا ګیله کړې وه چې
زه یې چالره وهم ، قدر یې چا زده
په اور وسوزه دا تورې قلمونه !
ـ(فاروق فراق)