د کرمې ايجنسۍ د لاريون ګډون وال

د کرمې ايجنسۍ د لاريون ګډون وال

د قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ اوسېدونکو نن د يکشنبې، اتوار په ورځ د خپلو غوښتنو منلو دپاره پېښور ته لاريون پېل کړی او وايي چې څو يې غوښتنې نه وي منل شوي د ګورنر د کور مخې ته به په پرلت ناست وي.

د لاريون يو ګډون وال شوکت خان ډيوه سره په خبرو کې وويل، ” مونږ نن د صدې نه ۳۵ ګاډي راروان کړي پېښور ته پُرامنه ريلي کوو اوپه لار کې به راسره تر کوهاټه پورې خلک ملګري کيږي او سبا د يکشنبې، ګل په ورځ به د ګورنر د کور مخې ته احتجاجي ناسته پېلوؤ”.

شوکت خان وويل د مرکزي کرمي خلک پينځه غوښتنې لري،

لمړۍ دا چې ” په مرکزي کرمه کې چې د پوځي عملياتو په مهال کوم کورونه ړنګ شوي د هغې سمه سروی نه ده شوې د ټولو کورونو سروی دې وشي”.

دوېمه دا چې ” په مرکزي کرمه کې دې د پاسپورټ او شناختي کارډ (نادرا) دپاره دفترونه خلاص شي”.

درېمه د “مرکزي کرمې ۱۸ زره کډوال چې رجسټرېشن يې نه ؤ شوی هغو ته دې ۲۵ زره روپۍ ورکړی شي”.

څلورمه غوښته دا ده چې”د مرکزي کرمې دپاره ۱۳ کروړه روپۍ ترقياتي فنډ ګورنر ودرولی هغه دې جاري کړي”.

هغه وويل پينځمه غوښتنه يې دا ده ” په مرکزي کرمه کې دې د اېګرېکچرل دفتر خلاص شي”.

شوکت خان وويل کرمه درې برخې ده “بره، کوزه او سنټرل (مرکزي)، مرکزي کرمه ټوله خرابه شوې دوي پکې ترقياتي کارونه غواړي”.

هغه زياته کړه د ۲۰۰۸م نه د ۲۰۱۸م پورې چې په سيمه کې څومره پوځي عمليات شوي د مرکزي کرمې کورونه پکې ړنګ شوي دي.

د لاريون یو بل ګډون وال بخت روان ډيوه سره په خبرو کې دغه لاريون د عبدالخالق پټهان په مشرۍ کې روان دی سياسي خلک پکې ګډون کوي خو مشري يې سیاسي ګوندونه نه کوي.

هغه وويل د کرمې چارواکو ورته د دوي دغوښتنو منلو باور ورکړی او د فرورۍ ۲۲م نېټه يې ورسره یې ټاکلې وه خو غوښتنې يې ورله ونه منلې ځکه دوي پېښور ته په تلو مجبوره شو.

د کرمۍ اوسېدونکو احتجاجي لاريون په داسې حال کې پېل کړی چې د جنوبي وزيرستان اوسېدونکود پښتون تحفظ قومي مومنټ د سېوري لاندې د ډېره اسماعيل خان نه د جنورۍ په ۲۶م نېټه اسلام اباد ته لاريون پېل کړی او بيا يې په اسلام اباد کې د نيشنل پرېس کلب مخې ته د لسو ورځو پورې احتجاجي ناسته کړې وه.

پښتون لاريون د وزيراعظم مشير امیرمقام په ليکلې بڼه د غوښتنو منلو دباور ورکولو وروستو د يوې مياشتې پورې احتجاجي ناسته ځنډولې وه.