ښځه ملکیت نه، انسان د

ښځه ملکیت نه، انسان د

ښځه ملکیت نه، انسان دی

په نړۍ کې هرڅوک د ژوند کولو حق لري ځکه چې ټول انسانان يو برابر دي
خو که موږ خپلې ټولنې ته وګورو نو زموږ په ټولنه کې ښځه انسان نه بلکې ملکیت ګڼل کیږي او انساني حقوق چې لري نو له بده مرغه هغه ورته نه ورکړای شوي او نه ورکول کیږي او تر ننه د نارینه د جبر اوحشت په سیوري کې ژوند کوي.

لومړی يې ترې دپوهې حق اخستی اود ښځینه ذات نه د پوهې حق اخستل په دې مانا دي چې ښځینه ذات ورته هیڅ انسان نه ښکاري.

بله دا چې د پلار په میراث کې ورته برخه نه ورکول کیږي ایا دا د نارینه له خوا نه ظلم اوناروا نه ده؟ ایا ښځینه ذات انسان نه دی؟ نو چې انسان دی نو بیا ولې دپلار په میراث له برخې نه محرومه کړای شوې ده؟
زموږ ټولنه که څه هم یوه اسلامي ټولنه ده خو داسلام په احکامو يې، لکه څنګه چې ښایي، عمل نه دی کړی. په دې برخه کې زیات مسولیت د دین د عالمانو دی ځکه چې دوی ځانونه د ټولو انبیاوو او خصوصاً زموږ د سپېڅلي نبي کریم ص وارثان بولي خو دخپله د ارشاد وظیفه د عباداتو په تکراي توضیحاتو او ځینو وړو ټولنیزو مسایلو پورې محدوده کړې ده، د ټولنې ژورو دردونو ته یې په کافي اندازه، لازمه توجه نه ده کړې.
په کار ده چې زموږ دیني عالمان د ټولنیزو اخلاقو او کړو وړو تر څنګ چې باید د ټولنې وګړي، ښځې او نارینه دواړه، پرې پوه شي او د اسلامي لارښونو په رڼا کې خپل کړه وړه تنظیم کړي، د ټولنې پر هغو ژورو ستونزو ډېر تمرکز وکړي چې له لاسه یې اسلامي نړۍ په ټوله کې او افغانستان په خاص ډول د مدنیت له بهیره وروسته پاتې دي.

اسلام کامل دین دی او د نیمایي بشریت (چې ښځې دي) حقونه او وجایب یې د الهي حکمت او د نبوي ارشاد په رڼا کې په خورا ښه توګه تنظیم کړي دي. د ښځو اساسي حقونه لکه د تعلیم حق، د ژوند د لارې د ټاکلو حق، په خپل مال کې د تصرف حق، د خپلو اولادونو په روزنه کې د سلیمې ونډې اخیستلو حق، د ټولنې په عمومي ښګڼو کې د نظر او اصلاح اقدامي حق او دې ته ورته په لسګونو حقونه خدای او رسول د مسلمه امت مېرمنو ته ورکړل شوي دي. دا د علماوو ایمانيو وجداني او ټولنیزه دنده ده چې په دې اړه سم، مفید او عملي معلومات ، د رسول له اخلاقو سره سم، په خورا نرمۍ ټولنې ته ورسوي.

له بده مرغه اوس افراطي کړنې او فکرونه د ټولنې په هره برخه کې او د ټولنیز نسج په هره حجره کې دومره ننوتلي چې ډېرې سمې خبرې هم کږو لارو ته کشول کېږي.

له یوې خوا ګڼ شمېر هغه کسان چې ځانونه د ښځو د حقونو او مدني حقونو مدافعین بولي د افغاني ټولنې له ارزښتونو سره کافي اشنایي نه لري او دریځونه یې د حق غوښتنې نه دریځونه نه دي بلکې – په شعوري یا غیر شعوري ډول – د ټولنیز نظم د ګدوډلو هڅه یې تر شا پرته ده. له بل لوري، د دغې لومړۍ دلې د ویناوو او کړنو په عکس العمل کې ډېر هغه کسان چې وظیفه یې خلکو ته د خدای او رسول د ارشاداتو رسول دي، اصل موضوعات پرېږدي او پر وړو، بې اهمیته او پاروونکو موضوعاتو باندې تمرکز کوي. په ښکاره ډول دا دواړه لوري د افراط په مرض اخته دي او په ټولنه کې د افراطیت زهر شیندي.

که زموږ دیني عالمان، د خپل نبوي میراث پر بنسټ خلکو ته هغه څه ووایي چې واقعاً د اسلام د سپېحأی دین له ارزښتونو سره سم وي نو په زغرده ویلای شو چې زموږ خلک به هم دې نتیجې ته ورسېږي چې ښځه، که د چا مور، د چا خور، د چا لور او د چا د ژوند ملګرې ده، خدای ازاده پیدا کړې، د نارینه په څېر يې له حقونو او مسوولیتونو سره پیدا کړې او په ټولنه کې یې ځای ورته مشخص کړی دی. د اسلام (او افغانیت چې ټول ارزښتونه یې اسلامي صبغه لري) په رڼا کې ښځه د چا ملکیت نه دی، بلکې د یو ازاد انسان په حیث د ټولنې په رفاه او سوکالۍ کې خپله ونډه لري.

که خدای مه کړه اسلامي تعلیمات د څو افراطي ، له اسلامي ارزښتونو پردیو، شیطاني لوډسپیکرونو خولې ته پاتې شول نو د ټولنې یوه برخه به هم له فساده و نه ژغورل شي.
اوس انتخاب زموږ دی چې د خدای لاره نیسو او که د شیظان پر پله قدم ږدو؟