د ښځو نړېواله ورځ

د ښځو نړېواله ورځ

# 8th MARCH INTERNATIONAL WOMEN DAY #

د ښځو نړېواله ورځ ــــــ
===========================================================
“زما نوم پۀ اول سر کښې ولیکه، زۀ هر خدمت ته تیاره یم ـ”
ډاکټرنسرین د هغې پۀ خبره اورېدو خوشحاله شي او ووايي،
“دې قام او خاورې ته ستا پۀ شانتې تکړه سرتورې پکار دي ـ زۀ پۀ تا باندې فخر کوم ـ”
“داقام او خاوره خو زمونږ پۀ شریکه دي او د دې خدمت چې څنګه پۀ سړو باندې فرض دے، داسې پۀ ښځو هم فرض دے ـ”
ډاکټرنسرین د سړو قابضې ټولنه باندې نیوکه وکړي،
“خو افسوس پۀ دې قام چې ښځې له هغه مقام نۀ ورکوي چې د کوم مقام دا حقداره ده ـ کۀ د تعلیم خبره راشي نو هم پښتونخوا کښې داسې ډېر ځایونه شته چې د ښځو د تعلیم کلک مخالفت کوي او د ښځو تعلیم ورته سم کفر ښکاري او دې حدیث پاک نه هم ښۀ خبر دي چې تعلیم پۀ هر سړي او ښځه باندې فرض دے او بل حدیث پاک دے چې تعلیم حاصل کړئ کۀ چین ته پسې تګ ولې نۀ وي خو سړي صرف او صرف پۀ دې خپل حق ګڼي چې دا تعلیم حاصلول خالي د دوي لپاره دے ـ د مور غېږ بچي لپاره وړومبۍ مدرسه ده ـ چې مور يې تعلیم یافته وي نو د بچي به پۀ ښه صحیح توګه تربیت وکړي او چې مور يې تعلیم نۀ وي کړے نو هغه به د بچې څۀ تربیت وکړي؟”
ډاکټر کلثوم ترې خبره واخلي،
“او کنه! اوس هم داسې خلک شته چې دا سوچ او فکر لري چې د ښځو پوزه نۀ وه نو ګند به يې خوړلو او ناقص العقل دي ـ ښځه څۀ ده خو د پښې چیتره ده، یوه لرې کړه او بله پۀ پښو کړه ـ خو ډاکټر نسرین دوي دا سوچ ولې نۀ کوي چې مونږ هم د دې ښځې د وجود نه پېدا یو او چې کله ما خپله ګندګي نۀ شوه پاکولې نو یو ښځې د مور پۀ شکل به راله هغه ګندونه پاکول او زۀ به يې صفا ستهرا ساتلم او چې را زلمے شوم نو هر وخت یوې ښځې د خور پۀ شکل کښې زما د سرې ډولۍ دعاګانې کړې دي او چې پوره ځوان شوم نو بیا یوې ښځې د چنغلې پۀ شکل کښې زما د حیا او شرم پام ساتلے او چې کله بوډا شوم نو بیا یوې ښځې د لور پۀ شکل پۀ هره دعا کښې یاد ساتلے یم ـ کۀ چرې ښځه بد زات وے نو اسلام به د جهالت د زمانې هغه رسمونو نۀ ختمول چې کوم د اسلام نه مخکښې وو او ښځو له به پکښي پوره پوره حقوق ورکولے نۀ شو ـ”
ډاکټر نسرین ترې بیا خبره واخلي،
“او د ښځو قربانۍ ته هم نه ګوري ـ کۀ د هغه د برابرۍ هلک سره وادۀ هم و نۀ شي نو بیا يې هم ټول عمر خپل خاوند ګڼي او پښتنې خو داسې ښځې دي چې کۀ دې ورته دې ووئیل چې دې بوټي سره دې وادۀ وشو نو د حیا لۀ وجې به سر اوچت نۀ کړي او دا تپوس به هم و نۀ کړي چې زۀ مو چا ته وادۀ کړم؟”
“او دا خبره دې بالکل صحیح وکړه ـ”
“او چې بیا کله وادۀ شي او پۀ ځوانۍ کښې کُنډه شي نو زیاتره کۀ پۀ غېږ کښې یې ماشوم وي نو هغۀ یو ماشوم ته خپله ځواني ایرې کړي او او باقي ژوند پۀ کنتون کښې تېر کړي او د هغې ماشوم د زلمیتوب پۀ طمع شپې سبا کوي چې خداے به مې دا بچے رازلمے کړي او پۀ دې به خپل ارمانونه پوره کړم او پۀ دې کنتون کښې د زمانې سپورې ستغې هم پۀ ځان تېروي ـ د خپلې حیا او د لوپټې پام هم ساتي او هر وخت ورسره دا فکر وي چې څوک راپسې خبرې ونۀ کړي ـ ژوند لکه یو عذاب تېر کړي ـ”
ډاکټر کلثوم ډېره سنجیدګۍ سره دا خبره واوري او بیا ورسره شریکه شي،
“او سړے کۀ د شپېتو کالو ولې نۀ وي خو د ښځې د مرګ یې لا څلوېښتي شوې نۀ وي چې بیا یې چاپېره نظر وي او د یو بل نه تپوس کوي چې د پلاني خان مورې! جنازې له چې هغه د تورو جامو جینۍ راغلې وه نو هغه د چا لور وه او پۀ کور کښې به يې څلور پینځه بچي وي، د هغوي ښځې به یې ښۀ پۀ راستئ خدمت کوي او کۀ څوک ترې نه تپوس وکړي چې وادۀ ولې کوې؟ نو هغه فریادونه به شروع کړي چې زما د خدمت څوک نشته ــــ یه خداے دې پۀ سمه شه! دا اوسه پورې درله چا کوۀ؟ هم دې بچو او د دوي ښځو به درله نۀ کوۀ څۀ؟ ډاکټر نسرین! کۀ ښځه کږې پُښتۍ نه پېدا ده او یا ناقص العقل ده او یا یې کۀ پوزه نۀ وه نو ګند به یې خوړلو نو بیا د هغې غېږ د بچي وړومبۍ مدرسه څنګه کېدې شي او د هغې د پښو لاندې خداے جنت ولې ایښے دے او د اٰدم بابا سکون د پاره یې حوا ابۍ ولې پېدا کوله؟
===============================================

“زۀ د خپل ژوند کفاره کول غواړم ـ زۀ خپلې لُور پسې جرګه راغلے یم چې دا دې ما سره خپل کور ته لاړه شي او د دې ډولۍ دې د دې د خپل بابا د کور نه رخصت شي ـ”
د نسرین پۀ زړۀ د عمرونو پېټے پروت وۀ، کله کله د شپې پټو پټو ژړلو دغه پېټے خسکے نۀ وۀ سپک کړے ـ کومې سلګۍ چې هغې خپل زړۀ کښې تړلې وې، هغه ترې وسپړدلې شوې او وې وئیل،
“کومه لُور او کوم کور؟ هغه کور چې زما مور ترې د یو کال ماشومې سره ویستې شوې وه؟ زۀ خو چې هغه کور ته راغلم نو سپېره راته ووئیلې شوه ـ کۀ زما پۀ زېږون ستا مور او پلار مړۀ شوي وو نو زما د سپېرۀ توب ذمه واره صرف زما مور خو نۀ وه چې تا هغه د دغه کور نه ویستله، تۀ هم د هغې سره زما د سپېرۀ وجود ذمه وار وې ــــ تا ځان د پاره څۀ سزا غوره کړې وه؟ زۀ د یو کال هغې ته پۀ غېږه کړې شوم، د دغه کور نه وویستې شوم؟ دا نحوست دې زمکه کښې ولې نۀ ښخولو؟ تۀ سړے وې ځکه منحوس نۀ وې؟ زما مور دغه کور ته پۀ ډولۍ کښې راغلې ښځه نۀ وه، د پښې چیتړه وه او چې کله هغه تا د دغه کور نه وشړله نو بله چیتړه دې راوستله؟ زما مور ما هر وخت رېژېدلې لیدله ـ هغې د مرګ پورې ستا نکاح او حیا دواړه وساتل ـ زما پۀ وجود کښې ستا نیم سپېرۀ توب هم هغې خپلې سینه پورې تر مرګه نیولے وۀ ـ هغه چې مړه شوه نو تۀ چرته وې؟ نن زۀ دغه کور ته لاړه شم او پۀ ډولۍ کښې ترې ووځم؟ دغه کور نه یو ځل زۀ د مور سره پۀ ورڼي کښې داسې وتلې وم لکه کفن کښې چې مړے ووځي ـ دغه کور نه خو یو ځل تا مونږ د سړي خورو دې معاشرې ته یواځې پرېښي وو ـ اوس چې زۀ د ژوند پۀ یو نوي ډګر قدم دم نو تا ته لُور، کور او توبه دریاد شول؟ ــــ بابا؟ ــــ بابا غږ پسې خو چې زۀ پۀ ښه بده پوهه شوې وم، غوږونه مې پسخېدلي دي ـ ښونځي کښې، کالج کښې، پوهنتون کښې، کور کښې، هاسټل کښې ـــــ ما وئیل چې څوک ما ته ووائي چې بابا دې راغے او زۀ درمنډه کړم ــــ تۀ ما غېږ کښې واخلې او زۀ درته خپله د ټولې ورځ قیصه پۀ یوه ساه وکړم ــــ اختر شوقدر کښې مې مېلې ته بوځې، بنګړي راله واخلې، نکریزې راله واخلې ــــ بابا؟ ـــــ نه! زما بابا زۀ د یو کال د ځان نه شوکولې او شړلې یم ـــــ نن خو ما خپل هغه لېکچرار هم وبائیلۀ چې ما پرې د بابا مینه ماتولې شوه ـ زما ډولۍ د هغه کور نه چرې وتلې نۀ شي، چرته نه چې زما د مور جنازه هم نۀ ده وتلې ـــــــ”