یاران او ماران

یاران او ماران

وايي چې په هند کې يوې ښځې کور ته د مار بچی راوړی وو. دې به هر وخت خواړه ورکول او پاله يې. مار به هر شپه د دې تر څنګ ويده کېده او خوا او شا به ترې تاوېده. په دې کې کلونه تېر شول. مار نور نو هغه پخوانی چينجی ډوله مار نه وو، بلکې ښامار شوی وو. مګر له دې سره، سره يې له خپلې څښتنې سره هماغه چلن وو. دې به چې څه ور ته کېښودل، هغه به يې خوړل، او د شپې به يې تر څنګ تاويده، راتاويده.

له ورځو نه يوه ورځ وه چې مار خوراک بند کړ. يوه ورځ تېره شوه، دوه ورځې تېرې شوې، يوه اوونۍ تېره شوه، او څو اوونۍ تېرې شوې، مګر مار څه شی نه خوړل. ښځه اندېښمنه شوه او مار يې په يوه غټ پيټار کې واچاوو او د حيواناتو ډاکټر ته يې ور ووړ. ډاکټر ته يې چې ټول نکل وکړ. ډاکټر ترې وپوښتل چې مار دې اوس هم د شپې په څنګ کې څملي او چې ته ويده يې خوا او شا ته دې ګرځي؟

هغې ور ته وويل چې هو. هره شپه مې خوا او شا ته ګرځي چې ځان را پورې ګرم کړي.

په دې کې ډاکټر وخندل او ويې ويل: دا مار چې اوس يې اوږدوالی ۴ متره ته رسېدلی، او دا څو اوونۍ يې څه شی نه دي خوړلي، مګر د شپې دې هماغسې خوا او شا تاويږي، اصلاً ناروغ نه دی، بلکې ستا د خوړلو له پاره ځان چمتو کوي. هره شپه دې خوا او شا ته له مينې نه نه تاويږي، بلکې هره شپه دې بدن له خپل بدن سره پرتله کوي چې دا معلومه کړي چې روغه دې تېروی شي که نه. او دا څو اوونۍ يې خوراک هم د دې له پاره بند کړی چې ښه در ته وږی شي چې بيا دې وخوري.

درس:
ځينې خلک چې په ښکاره ياران ښکاري او تل ښکته او پورته در سره کيږي، په اصل کې ياران نه وي، بلکې ماران وي. په ښکاره د دوستۍ پېخې کوي، مګر په پټه دې حالات تلي چې کله يې خوله در ته جوړيږي چې له کومي دې تېر کړي. ځکه نو، که سړی له يوې خوا بايد په هر چا بدګومانه نه شي او د ډېر احتياط په پار له خپلو يارانو پردی نه شي، له بلې خوا بايد د ډېرې خوش باورۍ له کبله د يار په جامه کې مارانو ښکار هم نه شي. د ملګرۍ او دوستۍ له پاره بايد خامخا سړی يو څه اصول وضع کړي. دا اصول بايد نه ډېر سخت وي او نه ډېر اسانه. بلکې دومره نرم او دومره سخت وي چې نه چور په ډاګ پاتې شي او نه يې څوک ژوندی تېر کړي.

لنډه دا چې سړی بايد ياران له مارانو بېل کړی شي.
————–
ژباړه: غنچه ګل ارمان

Zafar Iqrar

Zafar Iqrar

پروډیوسر ظفر اقرار راشد حسین


Related Articles

د امریکې اولس مشر نسل پرست دې، هیلری کلنټن

13جنوری2018ء) د امریکې پخوانۍ خارجه وزيرې هیلری کلنټن د امریکې اولس مشر ټرمپ د هیټی او افریقائي هېوادونو په ضد

د نړۍ تر ټولو یخه سیمه؛ د خلکو ژامې کړچیږي، باڼه يې کنګل شوي

واشنټن پوست د نړۍ د هغې برخې انځورونه خپاره کړي، چې د ځمکې مخ په سپینو واورو پوښلی او له

د زمري او موږک پند لرونکې کیسه!

د زمري او موږک پند لرونکې کیسه! یو موږک د ځنګل باچا (زمري) ته وویل: که د پاچا سلامت اجازه