پښتین پر سر “مزارۍ خولۍ

پښتین پر سر “مزارۍ خولۍ

د پښتین پر سر “مزارۍ خولۍ” د حق غوښتنې او سولې
سمبول؟

پلورونکي وايې چې ددې خولۍ نوم “مزارۍ خولۍ” وه خو اوس یې ډېری خلک د “منظور پښتین خولۍ” بولي.
پلورونکي وايې چې ددې خولۍ نوم “مزارۍ خولۍ” وه خو اوس یې ډېری خلک د “منظور پښتین خولۍ” بولي.
شریک کول

په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ د سرلاري منظور پښتین “سره خولۍ” په افغانستان کې خورا مشهوره شوې ده.

دا خولۍ د ښار په ګڼو ځایونو کې پلورل کیږي او خلک یې په مینه په سر کوي.

د کابل ښار د پل خشتي مسجد ترڅنګ د خولیو پلورونکی محمد ایوب وايې چې “سرې خولۍ” اوس په درځنونو پلورل کیږي. د ایوب په وینا ددې خولۍ بیه ۲۰۰-۳۰۰ افغانۍ ده.

د ښار د خولیو ځینې پلورونکي وايې چې ددې خولۍ نوم “مزارۍ خولۍ” وه خو اوس یې ډېری خلک د “منظور پښتین خولۍ” بولي.

پلورونکي وایې چې د عامو وګړو ترڅنګ دا خولۍ سیاستوال هم خوښوي.

له تېرو دوو ورځو راپدې خوا د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګې رئیسانو او غړو د منظور پښتین خولۍ په سر کړې وه.

د افغانستان په مرکز کابل او هلمند ولایت کې پرلت کوونکي سره خولۍ په سر کوي. ولسونه دا خولۍ د سختدریځۍ پر ضد د مبارزې سمبول بولي.

Zafar Iqrar

Zafar Iqrar

پروډیوسر ظفر اقرار راشد حسین


Related Articles

د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبل ظفر جهګړا سره د صوابۍ وكيلانو ملاقات

د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبل ظفر جهګړا سره د دانيال خان په مشرې كښې د صوابې د وكيلانو پلاوي پېښور

باچا خان

پښتون له چي کوم طاقت خدائي ورکړي دي هغه مونږ دا دښمن خلاف نه استمالو بلکه په کور کښي استمالو

پښؤر حیات اباد فلائی اوور کی کریکونه جوړ شوی دی

پښؤر …. حیات اباد فلائی اوور کی کریکونه جوړ شوی دی