وائي چې دا تصوير کوم مصور

وائي چې  دا تصوير کوم مصور

دتصويرونوپه شاه
وائي چې دا تصوير کوم مصور جوړ کړو نو خلکو پرې د فخاشۍ او عريانۍ ټاپه ولګوله نو مصور ورته جواب وړکړو چې په دې پينټنګ کښې ما داسې داستان رانغښتے دے چې د هغه تير وخت قيصه او قرباني به پکښې ځليږي
وائي چې په دغه زمانه کښې يو ظالم بادشاه دا بوډا په زندان کښې قيد کړے وۀ او دا حکم ئې کړے وۀ چې دا بوډا دې د ولوږو تندو مړ کړې شي
بوډا په زندان کښې ولوږو تندو مرګی حال کړو .په دغه دوران کښې د بوډا لور بادشاه سلامت ته ژړا فرياد وکړو چې ماله دې د خپل بابا سره د ملاقات اجازت راکړې شي
بادشاه ورله اجاژت ورکړو چې دا کله هم وائي پلار سره ملاقات کولے شي خو د خوراک څښاک څيزونه به ځان سره نۀ ؤړي
د بوډا لور چې خپل پلار په داسې حال وليدو چې مرګی حال وۀ د بوډا ددې لور د خوا ماشوم هم وو چې هغه له به ئے پۍ ورکول دغه وخت هغې خپل پلار خپلې سينې ته واچولو او د بوډا په وجود کښې ايله ساه راغله
دغسې څو ځله پرله پسې هغې خپل پلار له خپل پۍ ورکړل او چې کله بادشاه ته پته ولګيده نو مليان ته ئے اووئې چې يو لور خپل پلار له خپله سينه ورکولې شي
مليانو اووئې چې دا ناروا دي او دوي دواړه دې سنګسار کړې شي.خو په دغه مليانو کښې يو عالم هم وۀ هغه اوفرمائيل دې جينۍ چې د خپل پلار د ژوند د پاره کومه قربانی ورکړه داسې قرباني به تر ننه پورې نۀ چا ورکړې وي او نه به تر قيامته ورکړي
بادشاه سلامت په دغې قربانې بوډا له زندانه آزاد کړو او جينۍ له ئې لوبے انعام هم ورکړو

Zafar Iqrar

Zafar Iqrar

پروډیوسر ظفر اقرار راشد حسین


Related Articles

یاران او ماران

وايي چې په هند کې يوې ښځې کور ته د مار بچی راوړی وو. دې به هر وخت خواړه ورکول

د جيني د ودولو عمر څومره پکار دی؟

محمد عمران ( مشال ريډيو) د پاکستان سېنېټ کورنيو چارو کمېټۍ د ماشومانو نجونو ودولو قانون کې د بدلون منظوري

هند به سږ كال د مارچ په مياشت كښېي

هند به سږ كال د مارچ په مياشت كښې د درې ملكي وېمن ټي ټونټي كركټ سېريز كوبتوت كوي۔ په