د نازیه اقبال کم عمره لوڼو سره جنسي زیاتي په تور خپل ماما ګرفتار

د نازیه اقبال کم عمره لوڼو سره جنسي زیاتي په تور خپل ماما ګرفتار

د پښتو مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال په خپل ورور تور لګولې چې د دې دوه کم عمره لوڼو سره ئي جنسې زیاتې کړې په کومه چې هغه پولیس نیولې دي.

نازیه اقبال د پنجاب روات تهانړه کښې درج کړي رپورټ کښې وئيلې چې ورور افتخار احمد یی د دې دولس کلنې او اته کلنې لونړو سره په جنسي زیاتي کولو پخپله کتلې دې.

نازیه اقبال وئیلې چې دا د پنډي بحریه ټاؤن کښې اوسیږي ولې دا د پروګرامو او خاؤند ئي روزګار په سلسله کښې اکثره کور نه بهر وي چې له وجې د ماشومانو خیال ساتلو لپاره سوات نه خپل ورور افتخار احمد راوستې وؤ.

سترې هنرمندې وئيلې چې دواړه لوڼو به ورته اکثره ګیلې کولې چې ماما ورسره زیاتې کوي او د یرې ویډیوز ښودلو سره ورته دهړکې ورکوي که څوک ئي پرې خبر کړل نو وبه ې وژني.

نازیه اقبال وئيلې چې تیره ورځ سحر راپاسیدو سره ئي د خپلې لور ژړا اوریدلې او چې کله ئي کمرې ته ورغلې نو د دې ورور ورسره جنسې زیاتې کولو. دا وائي چې په دغه مهال د دې په شور خاؤند هم راغلې ولې تر هغې افتخار احمد تښتیدو کښې کامیاب شوې ؤ.

بلخوا د ډان ورځپانړې تر مخه د روات تهانړې اېس اېچ او وئيلې چې ابتدائي میډيکل رپورټ کښې دوانړه ماشومانو سره د جنسي زیاتي تصدیق شوې او ملزم پخپله هم د جرم اعتراف کړی دی ولې بیا ئي هم د جسم نموني د لاهور لیبارټري ته استولې دي.

Zafar Iqrar

Zafar Iqrar

پروډیوسر ظفر اقرار راشد حسین


Related Articles

دنقیب مسید د وژنې په ضد ټول پاکستان کې احتجاجونه شوي

په کراچۍ کې دپولیس لخوا د وژل شوي پښتون نقیب محسود د وژنې په ضد په ګرد هیواد کې احتحاجي

قامی اسمبلۍ د کارپوریټ بحالۍ بل 2017ء منظوری وركړه

17جنوری2018ء) قامي اسمبلۍ د کارپوریټ بحالۍ بل 2017ء منظوري وركړه۔ د شورو په ورځ په قامی اسمبلۍ كښې دوهم وزير

د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د نظام صلوة په اړه مهمه غونډه

د مذهبي چارو وزارت كښې د نظام صلوة په اړه شوي مهمه غونډه كښې په نظام صلوة بل مسودې سلا